د جګپوړو کشفي کارکونکو سیمینار: کله چې خلک ویده کیږي باید ډاډه وي چې پولیس یې ویښ او امنیت یې ډاډمن دی

کابل، مارچ ۲۰۱۶: د مارچ میاشتې په لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د پولیسو ماموریت په نږدې همکارۍ د جګپوړو کشفي کارکونکو درې ورځنی سیمنار په کابل کې جوړ شو چې تر سلو ډیرو جګپوړو کشفي کارکونکو ونډه اخیستې وه. د یاد سیمنار اصلي موخه د جنايي څېړنو د ریاست پر درې ګونو پالیسیو تمرکز، د جنډر او بشري حقونو په اړه بحث او د اداري فساد او ترهګرۍ پر وړاندې د جرمونو د څیړنې له قوانیونو سره سم مبارزه کول وه.

همدارنګه په دغه سیمینار کې د پولیسو کشف، د جرمونو ثبت، راپورورکوونه او د کشف او د څیړنو نوې پالیسۍ وړاندې او بحث پر وشو تر څو په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې د جګپوړو کشفي کارکونکو څیړنیز مهارتونه لا پیاوړي او د پولیس او څارنول تر منځ د همغږۍ کچه لوړه کړي. د یادونې وړ ده چې دغه درې ګونې پالیسۍ د ایوپول او د جنايي څېړنو ریاست په ګډه هڅه او کوښښ جوړې شوې دې.

د دغو نویو پالیسو په اړه د معلوماتو د ډېرښت په موخه دغه سیمنار عملي بڼه درلوده. د سمینار ټول ګډون کوونکي په څلورو کاري ډلو ویشل شوي وو تر څو اړوندې جنايي پیښې تر څیړنې لاندې ونیسي. ګډون کوونکو ته د اسنادو پر مټ د څیړنې، په سمه توګه د پیښې د بهیر څار او  ساتنه، او بیا څارنوالانو ته د معلوماتو لیږد، د مالوماتو د مدیریت د ملي سیستم (نیمز) او د پیښو د مدیریت د ارزښت په اړه هم خبرې اترې وشوې.

د جنایي پیښو پر وړاندې د پولیسو مشر لوی پاسوال سید غفار سیدزاده وویل: ځینې وختونه باید موږ وروسته له دې چې پیښه لویې څارنوالي ته ولیږو مشکوک شخص خوشې کړو ځکه چې لومړنۍ څیړنې له نیمګړتیاوو خالي نه وي. زموږ کارکونکي باید ټولې پیښې په مسلکي او هراړخیزه توګه وڅېړي، او همدارنګه د جنایي پیښو سیمه ییز دفترونه باید له ټولو ورکړل شویو د عدلي طب وسایلو څخه سمه ګټه پورته کړي، چې له بده مرغه تر دې دمه دا کار نه کیږي.

مل پاسوال غفار زیاته کړه چې د کار پر وړاندې یې تر ټولو ستر خنډ په ډیرو ولایتونو کې د پولیسو له خوا د پېښو د راپور نه ورکړه ده. هغه وايي چې ځینې وختونه د تلویزونونو له لارې د ډیرو جدي پیښو په اړه خبرونه اوریدل کیږي، خو د همدې پیښې په اړه د پولیسو په ډیټا بیس کې هیڅ هم موجود نه وي. پولیس باید هره پېښه ثبت کړي او راپور ورکړي. آن که د یوې چرګې غلا هم وي.

همدارنګه د پیښو د حل پر مهال باید زموږ کارکونکي او د پولیسو افسران په یاد ولري چې یوازې مجرم د خپل جرم جواب ویونکی دی او د هغه د کورنۍ د غړیو او ملګرو ځورول د منلو وړ نه دي. ارتکاب یوه شخصي موضوغ ده نه دا چې ټوله کورنۍ یی مسوله وګنل شي.

دغه ډول سیمینارونه کولۍ شي چې ډیرې اړوندې ستونزې حل کړي. لکه څنګه چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت سرپرست مشر ټارمو میلیټس وویل چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ایوپول ګډې همغږۍ او تجربې ثابته کړه چې دغه ډول سیمینارونه د جګپوړو کارکونکو د ادارې لپاره یوه غوره کړنلاره ده تر څو د جنايي پیښو د څیړنو ماهرین د ستراتیژیکو او عملیاتي پرمختیاوو څخه خبر او پر دې وتوانیږي چې د نږدې راتلونکي لپاره یو لړ نوې پالیسۍ، پلانونه او وړاندیزونه جوړ او معرفي کړي.

د لويې څارنوالۍ د قضایي څانګې معاون سید جلال جلال د پیښې په سیمه کې د اسنادو پر مټ د څیړنو پر اهمیت ټینګار وکړ او د جزايي اجرااتو د قانون په اړه يې هم یادونه وکړه: د وروستیو قانونو په اړه معلومات او د وړیاوو لوړاوی  د جرمونو پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې کوي. خلک باید پر پولیس او څارنوال پوره باور ولري. هغوئ باید ډاډه واوسې چې کله دوی ویده وي نو پولیس یې ویښ او امنیت یې ډاډمن دی.

د جنايي څېړنو ریاست د خلکو تر منځ ددغه باور کچه  لوړولی شي تر څو له خلکو سره مرسته وشي چې د شپې له خوا په ارامه فضا کې خوب وکړي. لکه څرنګه چې د ایوپول سرپرست مشر محترم ټارمو میلیټس یادونه وکړه: "د جنايي  څېړنو ریاست د اولسي پولیسۍ یوه اړونده برخه بلل کیږي. ددغه ریاست فعالیتونه پر پولیسو او عدلي سیسټم د خلکو اعتبار ډیروي او په دې توګه خلک هڅوي چې له پولیسو سره مرسته وکړي."

په امنیتي چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ستر پاسوال رحمان رحمان وویل: پولیس باید په حقیقت کې تر مجرم یو قدم  وړاندې وي. موږ تل په داسې حالت کې یو چې تر پیښې وروسته اقدام کوو. خو اوس باید هڅه وشي چې تر پیښې وړاندې لاس په کار شو او د راتلونکو پیښو مخنیوی وکړو.