د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت

د مارچ پر اتمه نېټه  چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمون لري موږ له دریو تنو تکړه افغان مېرمنو سره د هغوی د دندو، لاسته راوړنو او پر وړاندې یې د ځینو ننګونو او ستونزو په اړه خبرې اترې کړي دي او دا مېرمنې د نړۍ ټولو مېرمنو، په ځانګړې توګه د افغانستان مېرمنو ته د مبارکۍ پیغام هم لري.

 

لومړۍ ساتنمنه فریبا حمید  

زما نوم فریبا حمید دی او له تیرو لسو کلونو څخه د ساتنمنې په توګه د پولیسو دنده اجرآ کوم. زه په کابل کې د پولیسو په یوه امنیتي حوزه کې د ښځو د ښوونې او روزنې مسولیت پر غاړه لرم. ما ډیری د ولسي پولیسو روزنیز کورسونه خپلو همکارانو او د نجونو په ښوونځیو کې جوړ کړي چې هغوئ وپوهوم چې خلک له خپلو پولیسو سره څنګه په ګډه کار کولای  شي. کله چې زه ښوونځیو ته ځم نو له نجونو سره خپله د ټیلفون شمیره شریکوم. یوه ورڅ یوې  نجلۍ ما سره اړیکه ونیوله او په ژړا یی راته وویل که چیرې موږ ورسره مرسته ونکړو نو ورور به یې له دې امله چې مور یی ورته د پوډرو او نشې لپاره پیسې نه ورکووي، ووژني.  زموږ امنیتي پرسونلو سمدستي چټک اقدامات وکړل او دا کس یې ونیو.

زه له خپلې دندې خوښه یم خو  بیا هم ډېرې ننګونې شته چی باید دولت پام ورته وکړي. که څه هم د ټولو پولیسو افسرانو ژوند له ګواښ سره وي، خو د ښځینه پولیسو لپاره دا ګواښ بې کچې ډیر دی. موږ له خپلې حوزې څخه بهر په یونیفورم کې نشو وتلی.  ډېری داسې خلک شته چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې منفي  نظر لري او نه غواړي چې ښځې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کړي. له بل اړخه زموږ میاشتنې معاش هم ډیر ټیټ دی او حتا نشو کولی آن د خپل ټرانسپورت مصارف پوره کړو. یا باید دولت زموږ معاش لوړ کړي او یا دې ښځینه پولیسو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې کړي.

زه هم له دې فرصت څخه په ګټه غواړم په افغانستان کي خپلو ټولو میندو، خویندو او لوڼو ته د ښځو د نړیوالې ورځ مبارکي ووایم. ښځې باید له خپل هیواد څخه بهر ولاړې نشي. موږ باید په ګډه ددې هیواد په بیا رغاوونه کې کار وکړو او هېواد مو د یو نوي بدلون په لوري بوځو!

 

سونیا سروري، د فلم لوبغاړې

زما نوم سونیا سروري دی، او له تیرو شپږو کلونو څخه په افغانستان کې د فلمونو د لوبغاړې په توګه دنده ترسره کوم. ما په دوو افغاني فلمونو او پنځو سریالونو کې مرکزي رول لوبولی، همدارنګه د کمیسار امان الله سریال چی د افغانستان له مشهوره تلویزوني سریالونو څخه ګڼل کیږي د ښځینه پولیس رول لوبولی. د کمیسار امان الله په سریال کې زما کریکټر د ښځینه پولیسو د استخدام او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملاتړ دی. ددغه سریال په یوه برخه کې ماته ویل شوي و چې په کلاشینکوف ډز وکړم، خو ما ونشو کړای او ډېره وېرېدلې وم. دا صحنه به زه هیڅکله هم هیره نه کړم خو هیله لرم چې یوه ورځ به زموږ هیواد کې نور دغو وسلو ته اړتیا نه وي او ټول یو سوله مند ژوند ولرو.

له باسکټبال لوبې سره هم ډېره مینه لرم او له خپلو ملګرو سره یی کووم. زه له ډیرو ګواښونو او تهدیدونو سره دنده مخته وړم او حتا یو ځل خو ځینې ناپېژاندو کسانو تیزاب راباندي وشیندل خو بیا هم له خپلې دندې سره خوشحاله یم. زه د افغانستان له دولت څخه هیله کوم چې د هنرمندانو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي. زموږ دنده اوس له مخکې وختونو څخه ډیره ستونزمنه شوې ده. د ګډ حکومت په جوړیدو سره او د امنیتي پیښو له ډیریدو سره ډیری ښځینه هنرمندانو خپلې دندې خوشي کړي دي.

زه هم په دې ځانګړې ورځ غواړم د افغانستان او د نړۍ ټولو میېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت مبارکي ووایم. زه پوهیږم چې ډیر داسې کارونه دي چې زموږ د دولت په وسه پوره نه دې خو هیله لرم چې دولت به ټولې هغه ښځې چې له خپلو وړوڼو سره په ګډه ددې وطن په بیا رغاونه کې کار کوي تشویق او حمایت کړي!

 

سرساتنمنه ذکیه محمدي

زما نوم ذکیه محمدي دی او له تیرو دوه ویشتو کلونو څخه د لومړۍ ساتنمنې په توګه په کابل کې دنده ترسره کوم. زه په خپله اړونده امنیتي حوزه کې د خلکو تر منځ د کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې کار کوم او د حل لپاره یې لارې چارې لټوم. زه له خپلې دندې سره مینه لرم او ویاړم چې د خپلو وړونو تر څنګ خپل هیواد ته خدمت کوم.  د افغانستان د کورنیو چارو له محترم وزارت څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې د ښځینه پولیسو د ترفیع په موخه یو ځانګړی او روڼ سیستم رامنځته کړي ځکه چې اوسمهال د ښځو ترفیع یوازې د واسطو او اړیکو پر اساس ترسره کیږي.

زموږ دنده د کورنو لیدنه او له تاوتریخوالي څخه د میرمنو ژغورل دي. د بیلګې په  توګه یو څه وخت وړاندې یو تن چې په ګاونډ کې یی د یو خاوند او مېرمنې ترمنځ جګړه وه موږ ته خبر راکړ، دغه میرمن چې ځانته یی د اور اچونې ګواښ کاوه  له دې امله غوسه وه چې ګواکې د هغې خاوند یې او یو بل ملګري یی یوه ښځه چې دواړو ورسره اړیکې درلودې کور ته راوستې وه. زه سمدستي له خپل ټیم سره یوځای د پیښې ځای ته ورسیدم ګورم چې میرمن پر ځان تیل اچولي او نږدې ده چې ځان ته اور واچوي، خو موږ وتوانیدو چې دغه مېرمن وژغورو.

دا ډول دندې چې موږ یی ترسره کوو تل د ستونزو ډکې وي او زه له د افغانستان له دولت څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې د ښځینه پولیسو ساتنه او د هغوۍ ترفیع ته ځانګړې پاملرنه وکړي. همدرانګه له دې فرصت څخه په ګټې غواړم د نړۍ ټولو مېرمنو، په ځانګړې توګه د افغانستان مېرمنو ته چې خپل ژوند یې د خپلو خلکو د خدمت په موخه په خطر کې اچولی مبارکي ووایم!