د افغان پولیس روزونکو لپاره د ماسټرۍ پروګرامونو ته اړتیا ده: مل پاسوال کوهدامني

کابل، فبروري، ۲۰۱۶. د افغان ملي پولیسو لپاره مسلکي ښوونه او روزنه د کورنیو چارو وزارت او نړيوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي. د پولیسو د روزنې عمومي قومانداني چې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال د دفتر په چوکاټ کې او د اروپايي ټولنې د پولیسو ماموریت په مرسته کار کوي، د ملي پولیسو د روزنيزو فعالیتونو د همږغۍ، پلان جوړونې او څارنې مسؤلیت په واک کې لري. د پولیسو د روزنې د عمومي قوماندانۍ سرپرست قوماندان مل پاسوال سردار محمد کوهدامني باور لري چې ملي پولیس د روزنیزو مسؤلیتونو د واک اخیستلو پوره وړتیا لري. هغه په همدې حال کې د روزونکو د وړتیا لوړولو په موخه د ماسټرۍ پروګرام د پیل لپاره نړیوالې مرستې مهمې ګڼي.

 

مل پاسوال کوهدامني چې د کریمینالوژي (جرم پېژندنې) او د پولیسو د تکتیکونو په برخه کې  د روزونکي په توګه پنځه ویشت کلنه تجربه لري وايي:  "د افغانستان د پولیسو د ظرفیتونو د کچې د لوړولو په موخه د پولیسو د روزنې عمومي قومنداني د ملي پولیسو ټول فعالیتونه په ټولو رتبو کې په ځان کې رانغاړي." د کوهدامني په وینا اوسمهال په افغانستان کې دوولس ستر او دایمي روزنیز مرکزونه فعالیت لري او ددې تر څنګ د لنډ مهالو ځانګړو زده کړو (تخصصي زده کړو) اووه مرکزونه هم شتون لري چې د عامه ساتنې، د بیړنیو پیښو پر مهال چټک غبرګون، د نشه يي توکو پرخلاف مبارزه او همدارنګه په استخباراتي برخو کې پراخه روزنیز کورسونه وړاندې کوي.

 

مل پاسوال کوهدامني زیاته کړه:  "د پولیسو لپاره په افغانستان کې  تر ټولو ستر روزنیز مرکز په کابل کې د افغانستان د پولیسو ملي اکاډمي ده چې هر کال له څلور- پنځه سوه  محصلین د لیسانس تر کچې د کمیسار په توګه ټولنې ته وړاندې کوي. همدارنګه د هیواد په یو لړ نورو برخو کې  لکه مزارشریف، وردګ، ګردیز، هرات، کندز، ننګرهار، پروان او لښکرګاه کې هم د پولیسو لپاره ځانګړي روزنیز مرکزونه فعالیت کوي."

 

د جنايي څیړنو ښوونیز مرکز چې د افغانستان د پولیسو ملي اکاډمي د جنايي افسرانو د ښوونې او روزنې تخصصي څانګه ده، په افغانستان کې  د اروپايي اتحادیې دپولیسو ماموریت، اروپای اتحادیې، او د کورنیو چارو وزارت په ګډه همغږي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د جنایي څیړنو ښوونیز مرکز تر فبروري - ۲۰۱۴ میلادې کاله، کله چې دا مرکز په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شو، د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت تر مشرتوب لاندې د یادې اتحاديې له خوا تمویلیدی:  "د جنایي څیړنو ښوونیز مرکز اوسمهال له نړیوالو معیارونو سره سم د افغانستان ملي پولیسو ته تخصصي زده کړې وړاندې کوي."

 

همدارنګه په کابل کې  دوه نور روزنیز مرکزونه (مرکزي ښوونیز مرکز او د پولیسو سټاف کالج) فعالیت لري. د پولیسو سټاف کالج د کورنیو چارو وزارت او د ایوپول په همغږۍ د اروپایي اتحادیې او د کډوالۍ د نړیوال سازمان له خوا جوړ او په کار یې پیل وکړ. د پولیسو سټاف کالج د ۲۰۱۴ له فبروري میاشتې راوروسته پراخه روزنیز فرصتونه وړاندي کوي چې د مشرتوب او مدیریت په برخه کې روزنه، جنډر او بشري حقوقونه، او همدارنګه د ولسي پولیسو په اړه روزنیز کورسونه د بیلګې په ډول د یادونې وړ دي. مل پاسوال کوهدامني زیاته کړه چې د پولیسو سټاف کالج اوسهمال د شپې له خوا هم د لیسانس تر کچې پولیسو ته روزنیز پروګرامونه وړاندې کوي.

 

 

مل پاسوال کوهدامني وویل که څه هم په سټاف کالج کې  د ولسي پولیسو روزنیز کورسونه شته خو لا ډیرو کورسونو ته اړتیا ده. پخپله مل پاسوال کوهدامني هم په یو لړ ولایتونو کې  د ولسي پولیسو په اړه د عامه پوهاوی په بهیر کې  ګډون کړی، او داسي وایي:  "د ولسي پولیسو له مشر محترم مل پاسوال همایون عیني سره مې په ګډه د افغانستان مختلفو ولایتونو ته سفر کړی تر څو پولیسو ته د ولسي پولیسو په اړه پوهاوی ورکړو. ولسي پولیس په سیمه کې  د امنیت د تامینولو تر څنګ یو لړ نور ملکي خدمتونه هم وړاندې کوي. د قانون پلي کول د افغانستان د ملي پولیسو دنده ده، او ددې کار ترسره کولو لپاره باید پولیس د خلکو پوره باور او اعتماد ترلاسه کړي او خلک هم باید له پولیسو سره په ګډه کار او همغږي ولري. "

 

دواړه د جنایی څیړنو ښوونیز مرکز او د پولیسو سټاف کالج چې اوسمهال په بشپړه توګه د افغانانو له خوا اداره او پرمخ وړل کېږي افغان لوري ته د ایوپول له خوا د چارو د لیږد ښه بیلګه ده. مل پاسوال کوهدامني وایي: "اوس یوازې د امنیت تآمینول زموږ دنده نه ده، دديې ترڅنګ له کله نه چې د پلان جوړونې او د پولیسو د روزنې دنده هم افغانانو ته سپارل شوې نو موږ ټول هڅه کوو چې دا لړۍ دوام ومومي."

 

د کوهدامني په وینا دا مهال چې  د افغانانو له خوا کوم روزنیز کورسونه  پرمخ بیول کېږي د ټولو د قناعت وړ دي او پولیسو د روزنې عمومي قومانداني ددغو کورسونو لپاره د معیاري نصاب او ورکشاپونو په چمتو کولو کې  بریالۍ ده. دا په داسي حال کې ده چې د روزونکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره د ماسټرۍ د پروګرام اړتیا شته، چې باید د نړیوالو ملګرو په مرسته پیل شي: "د خپلې پوهې د لا پیاوړې کولو لپاره باید زموږ روزونکي د ماسټری په ټولګیو کې  ګډون وکړي، تر هغه مهاله چې موږ یعنې روزونکو پخپله د ماسټری زده کړې نه وي ترسره کړې نو اړ یو چې خپل محصلین د لوړو زده کړو لپاره له هیواد څخه بهر واستوو. "

 

که څه هم د افغاستان د ملي پولیسو د روزونکو جذب او د غوره محصلینو ټاکل ډیر ستونزمند کار مالومیدی، خو کله چې ایوپول د ښوونې او روزنې له عمومي قوماندانۍ سره د دوو معیاري ګروپونو په جوړوونه کې  مرسته وکړه نو دا کار په ښه توګه ترسره شو. په دغو کورسونو کې  د ښځو ګډون ته هم ډیره پاملرنه شوې وه، خو اوس هم په دې برخه کې ستونزې لیدل کېږي. مل پاسوال کوهدامني په دې اړه داسې وویل: "که چیرې موږ د ښځینه پولیسو د شمیر د ډیرولو په لټه کې  یو نو باید د هغوی لپاره نور مجهز او سمبال روزنیز مرکزونه په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې  جوړ شي چې هغوی له ستونزې پرته ګډون پکې وکړي او خپلې زده کړې په سمه توګه ترسره کړي. "