د افغانستان د پولیسو امنیتي خدمتونه ریښتینولي او روڼتیا ډاډمنوي

کابل، جنوري ۲۰۱۶. هر هغه افغان چې غواړي د پولیسو په لیکو کې ځان شامل کړي باید تر یو لړ ازمایښتونو تېر شي. د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې  ټول زده کوونکي او ملکي کارکوونکي په لومړي پړاو کې کتل کېږي تر څو په نشه یي توکو روږدي نه وي او کوم جرم یی نه وي کړی او یا داسي سیاسي میلان ونه لري چې د کورنیو چارو وزارت د یو رسمي کارکوونکي په توګه د هغوی بې پلوي معامله کړي. کله چې دوی دا ازمایښتونه په سمه توګه پای ته ورسوي نو کاندیدان د روڼتیا/امنیتي جرمونو څخه د پاکوالي کارت ترلاسه کوي چې دا ټوله لړۍ د امنیتي خدمتونو په یو واحد کې چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د استخباراتو لوی ریاست او د سمونوال غفور وردګ تر مشري لاندې کار کوي، بشپړېږي.

د سمونوال وردګ په وینا هر هغه څوک چې غواړي په کورنیو چارو وزارت کې  کار وکړي باید په فزیکي توګه روغ او جرمي سابقه ونلري، همدارنګه مخکې له دې چې دوی دنده پیل کړي ټوله شتمني یی ثبتېږي تر څو له خپلې څوکۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او د خلکو پر شتمنیو تېری ونه کړي.

د نوموړي په وینا که څه هم په پیل کې دا آزمایښتونه تر سره کېږي خو وروسته بیا ستونزې پیدا کېږي:

له بده مرغه باید ووایم چې اوسمهال د پولیسو په لیکو کې شاوخوا ۸،۷۰۰ افسران په نشه یي توکو روږد دي. دغه کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته استول کېږي او کولای شي ددغه عمل تر خوشي کولو وروسته بیرته خپلې دندې ته راشي. خو که خپلو نشو ته دوام ورکړي نو دنده ترې اخیستل کیږي.

په نشه يي توکو روږدتوب یوازې د پولیسو په لیکو کې  نه بلکې په ټول هېواد کې  یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي. د ولسمشر له یو وروستي فرمان سره سم په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو ځای جوړ شوی چې د پولیسو تر څنګ ۴۰۰ تنه هغه کسان چې د کابل د پولونو لاندې یې شپې سبا کولې، تر درملنې لاندې دي.  

سمونوال وردګ چې خپلې لوړې زده کړې یی د ماسټرې تر کچې په روسیه کې  کړي او دا مهال د انټرنټ له لارې په یو روسي پوهنتون کې دوکتورا کوي، وايي چې ده ته تر هر څه ډېر په پولیسو کې  ریښتونولي، روڼتیا، وفاداري او د اداري فساد پر وړاندې چټک غبرګون ارزښت لري.

سمونوال وردګ د ۳۶ کلونو را پدېخوا په پولیسو کې دنده ترسره کوي، هغه مخکې د کابل په ولایت کې د اقتصادي جرمونو مشر وو او د خپل ریاست په موده کې  ډېرې لاسته راوړنې لري. د بېلګې په توګه د یو افغاني سوداګر او امریکايي کمپنۍ ترمنځ په یو قرارداد کې يې د شاوخوا ۱.۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مالیې د نه ورکړې قضیه کشف کړه. نوموړی د اداري فساد په وړاندي د پولیسو پر مبارزه ټینګار کوي.    

ښاغلی وردګ وايي چې د افغانستان په کورنیو چارو وزارت او د پولیسو په لیکو کې  ډېر وفاداره کسان دندې تر سره کوي، خو ددې ترڅنګ یادونه کوي چې پر وړاندې یې تر ټولو لویه ننګونه د ښو زده کړو لرونکو اشخاصو کمښت دی، او ډېری داسې څوکۍ چې د لوړو زده کړو لرونکو اشخاصو ته باید ورکړل شي د یو لړ داسې کسانو له خوا نیول شوي چې ډېرې کمې او یا هیڅ زده کړې نلري. هغه زیاتوي:  "د ګومارنې لړۍ باید د وړتیا پر بنسټ وي، او هیڅوک باید له خپل واک څخه د خپلو خپلوانو په ګومارنه کې ناوړه ګټه وانخلي. په ورته وخت کې باید یاده مو وي چې که څه هم دا مهال پولیس د ترهرګرۍ پر وړاندي په جګړه کې ښکیل دي، خو هغوی باید پر خپلو دندو د تمرکز وړتیا چې د قانون پلیتوب دی، ولري. که د پولیسو په لیکو کې نظامیان وګومارل شي نو د بدلون ډېره هیله به نه وي.