اروپاېي ټولنه د افغانستان دولت څخه غواړي ترڅو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه یوسي

کابل، نومبر - د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې او تبعیض له منځه وړل د اروپاېي ټولنې د بشري حقونو د پالیسۍ یو اړین او اساسي موخه ګنل کېږي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت اروپاېي ټولنه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض د دوام په اړه خپله اندېښنه څرګندوي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازې، د اروپاېي ټولنې پلاوې او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو ماموریت (EUPOL-Afghanistan) د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې ژمن دي.

 

په افغانستان کې د اروپايې ټولنې ځانګړی استازی فرانز مایکل میلبن وایي: " تېره میاشت یوځل بیا یوه ځوانه ښځه سنګسار او ووژل شوه. دغه کار په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی. افغان دولت باید ډاډ ورکړي چې د دغه شان جرمونو ترسره کونکي تر پوښتنې لاندې راشي. زه د افغان دولت هڅوم ترڅو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د له منځه وړلو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي."  

 

په افغانستان کې د اروپايې ټولنې د پولیسو د ماموریت مشره پیا شتیرنوال وایې: "د افغانستان دولت لخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د قانون جدي نیول اړین دی. د افغانستان قضايي نظام باید خپل د مکلفیتونو پر بنسټ کار وکړي چې دغو ستونزو ته ځواب ورکول شي او همدارنګه د جرمونو مرتکبینو ته سزا ورکړي تر څو د قربانیانو په اړه عدالت تامین شي. "