که په پلان جوړونه کې پاته راشئ نو د خپلې ناکامۍ پلان مو جوړ کړی

کابل، نومبر ۲۰۱۵. پالیسي څه ته وایي؟ پالیسي جوړونکی څوک دی؟ په دولتي ارګانونو کې پالیسي په کوم ډول پلې کیږي؟ دغه او همدارنګه ځینې نورې پوښتنې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي جوړونې مرستیال وزیر ښاغلي مسعود احمد عزیزي په کابل کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت له خوا جوړ شوي سیمینار کې له ګډونوالو وکړې او هغوی  بېلابېل ځوابونه وړاندي کړل.

په دغه سیمینار کی د کورنیو چارو وزارت ځیني جګپوړي ولایتي چارواکي هم را غوښتل شوي و او د ښاغلي عزیزي له غوښتنې سره سم ګډونکوونکو د پالیسي په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، او مالومه شوه چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د پالیسۍ د پلي کیدو په اړه تعریفونه توپیر لري، چې له همدې امله  د اروپایي اتحاديې د پولیسو ماموریت یاد  سیمینار جوړ کړی و، چی تر ۵۰  ډیرو کسانو چې ۳۳ یې له ولایتونو څخه راغلي وو، ګډون پکې کړی و.

د ځوابونو په لړ کې یو ګډونوال چارواکي پالیسي داسي تعریف کړه چې د ښاغلي عزیزي له خوا وستایل شو: پالیسي د هغو کسانو لپاره چې د پرېکړې کولو مسوولیت لري، د فکر او عمل یو لارښود، او داسي اساسي اصل دی چې یو حکومت ته لاره په ګوته کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ښاغلي عزیزي د افغانستان د ملې ځواکونو د مرګ ژوبلې پر کچې رڼا واچوله او ویې ویل چې په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې په کچه کې ناڅاپي ډیروالی د پلان او پالیسی د نشتوالي له امله دی. ده زیاته کړه چې له عامو وګړو سره خبرې هم ډیره اغیزه لري، یعنې که چیرې خلک او پولیس په خپلو کې همغږي ولري نو لاسته راوړنې به ډیرې وي. نوموړي یادونه وکړه چې افغان پولیس هم باید له خپلو خلکو سره په پرانیستې او دوستانه فضا کې خبرې وکړي تر څو د پولیسو او خلکو تر منځ باور ډیر شي او بریالیتوب ترلاسه شي.  

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معینیت د خپل کار له پیله تر اوسه ګڼ شمیر پالیسیانې ترتیب او د وزارت د رهبرۍ له امر سره سم یې په دولتي ارګانونو کې پلې کړي دي. خو ډیری دولتې ارګانونو د هغوی په پلې کولو کې سمه لیوالتیا نه ده ښودلې ځکه نو یو ځانګړي چوکاټ او په دغه برخه کې یو عملي پلان ته اړتیا وه چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت او د کورنیو چارو وزارت سره د ستراتیژیکې مرستې دفتر په ګډه همکاري به چمتو کړل شي. په دې اړه به په پلازمېنه کابل او یو شمیر ولایتونو کې یو لړ ازمایښتې کورسونه جوړ شي.

په افغانستان کی د اروپايي اتحادیې د پولیسو ماموریت د کورنیو چارو وزارت د ریفورم او اصلاحاتو د څانګې مشر ښاغلي فیلیپ هاینز د پالیسې د ارزښت په اړه د بینجامین فرانکلین وینا ته اشاره وکړه چې ویلي یې دي: "که په پلان جوړونه کې پاته راشئ نو د خپلې ناکامۍ پلان مو جوړ کړی." هاینز زیاته کړه چې یوه سمه پالیسي او ستراتیژي یوي ادارې ته دا وړتیا ورکوي چې د بدلون اټکل وکړي او ورته چمتو واوسي. له همدې امله ایوپول ژمن دی چې د پالیسۍ او سټراتیژۍ پلي کیدو ته په کورنیو چارو وزارت کې وده ورکړي.  

 

مل پاسوال روفي چې د کورنیو چارو وزارت د پالیسې د ریاست مسول دی وویل چې یاد ریاست په پام کې لري چې د هیواد په هر زون کې د پالیسې د پلي کیدنې سیمینارونه جوړ کړي، ځکه چې پالیسي باید يوازې د پاڼې پر مخ پاتې نشي بلکې په سمه او بشپړه توګه عملي شي تر څو له  شته ستونزو څخه ووزو.

 

د هیواد په کچه د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ د پلي کیدنې د معیارونو پراختیا په افغانستان کې د اروپایي اتحادیي د پولیسو ماموریت یوه موخه ده چې له یاد وزارت سره ددغه ماموریت د مرستو د یوې مهمې برخې په توګه باید وګڼل شي، البته د افغان ملي پولیسو د مدیریت او مهارتونو د ودې په توګه.