د کندز ولایت هوایي ډګر د پولیسو د زړه ورو روزونکو او زده کوونکو په مرسته له دښمن څخه وساتل شو

کندز، نومبر ۲۰۱۵. د کندز ولایت سقوط د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره له ننګونو څخه ‌‌ډکه او نه هېرېدونکې تجربه وه، خو ددغه ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې مرکز روزونکو او زده کوونکو خپله روحیه او مورال له لاسه ورنکړ او له خپلو ټولو تجربو څخه په ګټه اخیستنه یی په خپل ټول توان له خلکو او مشروع نظام څخه په پوره مېړانه دفاع وکړه. دا یوه داسې پېښه وه چی د کندز پولیس یې اړ کړل چې د نورو دفاعي امنیتي ځواکونو تر څنګ له دښمن سره په مخامخ جګړه کې ښکیل شي او په همدې توګه جګړه په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

د کندز ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې د مرکز قومندان سمونیار زبردست صافی وايي: وروسته له دې چې د کندز ښار سقوط وکړ، موږ د خپلو لوړ رتبه افسرانو له لارښوونې سره سم ددغه ولایت د هوايي ډګر په لور وخوځېدو او د ډګر دفاع مو پیل کړه. زموږ ټولو روزونکو او زده کوونکو سلاح واخیسته او په پوره مېړانه  یې د هوایي ډګر ساتنه وکړه او دښمن ونه توانېد چې دغه سټراټیژيکه سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي“.

سمونیار صافي زیاته کړه:  "د کندز ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې له زده کوونکو څخه یو بېړنی دفاعي واحد رامنځته شو چې د امنیتي ځواکونو له خوا د یاد ولایت تر بېرته نیولو پورې یې په پوره میړانه جګړه وکړه  او پر یاد ډګر یې څلور یرغله شنډ کړل‌‌. که څه هم په لومړي سر کې یوازې د افغانستان امنیتي ځواکونه په جګړه کې ښکیل وو خو وروسته يې د نړیوالو ځواکونو مرسته هم ترلاسه کړه."

د یادونې وړ ده چی سمونیار صافي د خپل ټیم د ښه مشرتوب له امله د مېړانې مډال هم ترلاسه کړ. هغه وایي ددې سترې بریا د تر لاسه کولو تر شا د کندز ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې مرکز روزونکي، زده کوونکي او نور امنیتي ځواکونه وو.

تېره میاشت د کندز ولایت پېښې د افغانستان ټولو امنیتي ځواکونو ته یوه تر ټولو لویه تجربه وه او هغوی اوس پوهیږي چې څرنګه په خپلو کې د بېړنیو پېښو پر مهال د همغږی کچه لوړه کړي. د سمونیار صافي په وینا په څومره لوړه کچه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي ډېره وي په هماغه کچه به د هیواد لږې سیمې د سقوط له خطر سره مخ وي. یوه بله تجربه دا وه چې د پولیسو د استخباراتي ښوونې په  برخه کې باید ډېره پاملرنه وشي تر څو په راتلونکي کې مخکې له مخکې  د داسې پېښو مخنیوې وشي. له همدې امله له پولیسو سره د سیمې د خلکو همغږي هم خورا ډېره اړینه ده، آن که هغوی د جګړې په حال کې هم وي.  

د کندز ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې مرکز د ۲۰۱۳ کال په اګست میاشت کې د جرمني پولیسو له خوا چې د ولایتي بیا رغوونې ټیم یوه برخه وه، په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شو، او له تر هغه وروسته په خورا ښه توګه خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بیایي. دغه مرکز  اوسمهال شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي لری. همدارنګه یاد مرکز یو لړ د وړتیا د لوړولو کورسونه هم جوړوي ترڅو ددغه ولایت د پولیسو مهارتونه نور هم لوړ او پیاوړي کړي.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د پولیسو ماموریت د کندزسیمه ایز دفتر د ۲۰۱۳ میلادي کال په اګست میاشت کې وتړی. د یاد ماموریت ۲۵ تنو روزونکو د ۱۹ میاشتو په ترڅ کې  (د ۲۰۱۲ میلادي کال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۱۳ کال تر جون پوري) ۶۵۰ د پولیسو افسران، وکیلان او څارنوالان په بېلابېلو برخو، لکه د پېښې د ځای اداره کول، ولسي پولیس، حقوقي مرستو ته لاسرسی او یو لړ نورو کې د وړتیا د لوړولو د کورسونو په مرسته روزلي دي.